سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

شیعه څه مانا؟

شیعه کلمې ماناد یو چا لپاره عصبیت کول، یا دچا سره مرستندوې کېدل، یا د پیروی کولو په مانا ده. لکه چې وایی: پلانې د پلانی سړی له شیعه (اتباعو) څخه دى. لکه څرنګه چې الزبېدی وایی: هرهغه قام چې په یوه مسئله سره راټول شی، نو دوی شیعه ګان شول. او هر هغه څوک چې د چا مرسته وکړی او د هغه لپاره ګوندیتوب وکړی، نو دې د هغه شیعه دى. ددې کلمې اصل له (المشایعه) څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى.

د شیعه کلمې مانا
د یو چا لپاره عصبیت کول، یا دچا سره مرستندوې کېدل، یا د پیروی کولو په مانا ده. لکه چې وایی: پلانې د پلانی سړی له شیعه (اتباعو) څخه دى. لکه څرنګه چې الزبېدی وایی: هرهغه قام چې په یوه مسئله سره راټول شی، نو دوی شیعه ګان شول. او هر هغه څوک چې د چا مرسته وکړی او د هغه لپاره ګوندیتوب وکړی، نو دې د هغه شیعه دى. ددې کلمې اصل له (المشایعه) څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى. ددې لفظ کارونه د اسلام په لومړی سر کې په خپل اصلی او حقیقی شکل کارول کېده. مګر د وخت په تېرېدو سره د عثمان رضی الله عنه له شهادت څخه وروسته د علی کرم الله وجهه او معاویه رضی الله عنه ترمنځ د ترینګلتیا په وخت کې دا لفظ د سیاسی موخو لپاره وکارول شو. نو پدې وخت کې به د علی کرم الله وجهه مرستندویو او اتباعو ته د (شیعه علی)، او دې ډلې به دا دعوه کوله چې علی کرم الله وجهه له معاویه رضی الله عنه څخه د خلافت لومړیتوب لری اودې یې وړ دى. او پدې ډول به یې د هغه رضی الله عنه مرسته په جګړو کې کوله. همدارنګه به د معاویه رضی الله شیعه ګانو هم د هغه په پلوۍ د هغه ننګه کوله، او معاویه رضی الله عنه به یې د خلافت وړ ګڼلو.

 
لدې څخه انکار نشی کېداى، چې په هغه وخت کې ځینې کسان ول، چې د یهودو له دسیسو، افکارو، څخه اغیزمن او له سمې لارې بې لارې شول. او دې بېلاېتوب او اختلاف ته یې دینی رنګ ورکړ لکه د امیر معاویه رضی الله عنه مرستندویانو ته ښکنځلې کووونکی او نور هغه خلک چې د یهودو په رسیو کې ولوېدل او اسلام یې بد ګڼلو. او همدا هغه ډله خلک ول، چې د جګړې اور به یې تود ساتلو. دا ؤ ددې لفظ د کارونې پېل، بیا دا لفظ د هغه چا لپاره ځانګړې کړاى شو، چا چې به د علی کرم الله وجهه او د هغه د کورنۍ مرستندویه ؤ، او په هغه ځانګړې ګروهو (اعتقاداتو) به یې عقیده لرله چې د یهودی عبدالله بن سبا او نورو هغو ورانکارو له افکارو څخه، چې غوښتل به یې ترڅو د اسلام بنسټونه وران کړی. او هغه څوک چې دا دعوه کوی ، چې دا لفظ د نبی علیه السلام په پیر کې هم موجود ؤ، او شیعه ګان په هغه وخت کې هم موجود ول. نو دوی ددې دعوې د زبات لپاره هېڅ دلیل نشی راوړلې. خو بیا هم شیعه ګان له ځانه نکلونه او روایات په نبی علیه السلام او علی کرم الله وجهه پورې تړی لکه څرنګه چې محمد الحسین په (اصل الشیعه و اصولها) کې لیکی: (د لومړی ځل لپاره چې د شیعه ګانو زړې د اسلام په زړه کې وکرلو، هغه د شریعت خاوند ؤ، یانې د شیعیت زړې د اسلام له زړی سره یوځاى، څنګ پر څنګ کېښودل وکرل شول. دا زړې دده په ژوند کې راوټوکېده، او رالوې شو، او د هغه له مرګ څخه وروسته یې مېوه ونیوله.) شیعه ګان هغه ډله ده، چې د اسلام له پېل څخه یې خپله دښمنی له صحابه ؤ، او د اسلام له اصولو سره را اخیستې ده. دوی پدې ګروهه دی، چې اصل قرآن له منځه تللې دى، او دا ننې قرآن د هغې نیمایی دى. ددوی په وېنا عثمان رضی الله عنه او ابوبکر صدیق رضی الله عنه هغه ایاتونه له قرآن څڅه وویستل کومو کې چې د علی کرم الله وجهه صفت راغلې ؤ، او د هغه د امامت یادونه پکې شوې وه.

اهل سنت او جماعت دا ډله په رافضیانو باندې یادوی. شیعه ګان پدې ګروهه دی، چې د دین واکې او تفسیر او د مسلمانانو د چارو واګی له پېغمبر څخه وروسته د هغه چا په لاس کې وی، چې د ځښتن تعالى له لورې ټاکل شوی وی، او د عصمت او عدالت د صفتونو لرونکی دی. دا ډله خلک د امام په نامه یادېږی. د شیعه ګانو لومړنې امام (د دوی په وېنا) علی کرم الله وجهه دى. د شعه ګانو د ګروهو له مخې محمد صلى الله علیه وسلم له خپلې مړینې څخه مخکې په کراتو مراتو د علی رضی الله عنه د ځاېناسستوب (جانشینی) په اړه صحابه ؤ ته ویلی ول.


د شیعه ګانو دولس امامان
د شیعه ګانو هغه ډله چې په دولس امامانو ګروهه لری د دولس امامی شیعه ګانو (شیعه اثنا عشریه) په نامه یادېږی. ددې شیعه ګانو په وړاند لاندې لړۍ د دوی دولس امامان دی.

1- علی بن ابوطالب رضی الله عنه
2-
حسن بن علی رضی الله عنه
3-
حسین بن علی رضی الله عنه
4-
علی بن حسین (علی سجاد)
5-
محمد بن علی (محمد باقر)
6
جعفر بن محمد (جعفر صادق)

-7موسی بن جعفر (موسى کاظم)
8
علی بن موسی (رضا)
-9
محمد بن علی (تقی)
10-
علی بن محمد (نقی)
11-
حسن بن علی (حسن عسکری)
12-
حجت بن حسن (مهدی)

د ګروهې بنسټونه

شیعه ګان او صحابه ؤ ته ښکنځلې

د شیعه ګانو ډلې (فرقې) او تاریخ یې

ګروهې

حلول، تناسخ او د مخلوق متصف کول د الله په صفاتو

شیعه جغرافیه

تړلی موضوعات

شیعه امامان
امام
امامت
ولی فقیه
د شیعه ګانو تاریخ

دا هم وګورئ

قادیانیت
احمدیت
برېلویت
اسماعلیه

بهرنې تړونونه

د شیعه ګانو وېبپاڼه [[1]]
اهل بېتو نړېواله ټولنه www.ahl-ul-bait.org
د شیعه تحلیلی خبرونو وېبپاڼه www.shia-news.com

اخځلیکونه

1- الشیعه و التشیع (فرق و تاریخ)، تالیف: احسان الهی ظهیر، کال ۱۴۰۴هجری سپوږمیز (۱۹۸۴ز)، خپروندویه ټولنه: اداره ترجمان السنه، لاهور-پاکستان
2-
مختصر التحفه الاثنې عشریه، لیکوال: شاه عبدالعزیز الامام ولی الله احمد عبدالرحیم الدهلوی، کال ۱۳۴۲هجری لمریز، ریاض سعودی عربستان
3-
ایرانی انقلاب، لیکوال مولانا محمد منظور نعمانی، کال ۱۹۸۴ دسمبر، خپرندویه ټولنه: دارالاشاعت کراچی.