څه غواړم
نه سره او سپین نه ښې ماڼۍ نه مهرویان غواړم
د احمدشاه شیرشاه میرویس غوندې افغان غواړمه
زه دې جهان کې نه قصرونه نه باغونه غواړم
چې د پښتون حقوق منی هغه جهان غواړمه
نور زه بې برخې خوار وزار پښتون لیدلې نشم
دغه شان نه بل شان دورونه د آسمان غواړمه
ځان ته څه نه غواړم حرامن شه که به هېڅ وغواړم
د قام دپاره یو آزاد پښتونستان غواړمه
چې یې له وېرې قرعونان بدبد خوبونه وینی
له پښتنو میندو نه هسې ماشومان غواړمه
د تیرا غرو کې تجلى دکوه طور چې ګوری
صاحب نظره پښتانه د قام مشران غواړمه
چې مغلواله نه منې اورنګ غلام ګڼی خپل
مومندو تاسۍ ته حمید عبدالرحمن غواړمه
چې پښتنو ته د غیرت او ننګ سندرې وایې
زه ل ه خټکو نه هماغه خوشحال خان غواړمه
د پښتنو د سردارانو وزیرانو ځنې
زه فتح خان و ایوب خان او اکبر خان غواړمه
چې طلسمونه د فرنګ سرحد د ظلم کړی مات
هغه قوت هغه طافت هغه ایمان غواړمه
واړه سوالونه نه کوم له خدایه ځنې
له لویه خدایه لوى پښتون او لوى افغان غواړمه
سحرګه
سحرګه وه د نرګس لېمه لانده
څاڅکی څاڅکی یې له سترګو څڅېده
ما ویل څه دی ښکلیه ګله ولې ژاړې
ده وېل ژوندمې دى یوه خوله خندېده
لوى رهبره ربانی
ستړى مشې پخېر راغلی ربانی مبارک دې شه راتګ په ټانګ روسی
پوره شل کاله وطن همدې روس وران کړ تا په کومو سترګو وکړه دا دوستی
داسې ښکاری چې اول نه روس پرست وى تش په نوم دې وى دا چغې اسلامی
د چوکۍ حرص نه تا ملت قربان کړو څه ځواب به کړى چې شی الله قاضی
په یوه اوګه دې سور دى پوټین جان هم په بله دې-دى سور بش لعنتی
هم بلېر جوکه په لاس درپسې وینم جلب ستا دى په لاسو د یهودی
نه پوهېږم تا په څه رنګ مخاطب کړم یهودی او که روسی، امریکایی
تا خو مخکې ښه شهرت لرو ویاړلې بل شهرت ستا په جومات کې ګندګی
کارمل پاک هېواد په سور پوځ پلیت کړې تا پلیت کړو په هندو،انګرېز امریکایی
عجیبه راته ښکارېږی حق حېران یم ماغزه جام شی ستا په حال او په ماضی
دا سیاف خو به څه غواړی هسې وایم غټه ږیره یې وړاندې تګ ته نه پرېږدى
افغانان له شرمه پوته کتې نشی ابتکار چې تاسې وکړو تاریخی
مسئله مو د مشکل نه مشکل تر کړه داسې ریخ چا ندی کړی ابدی
د اسلام په ضد قدم دى تا جګ کړى نن دې وار وو سبا بیا به وخت راځی
اوس له تاسو نه دا کار دى پاتې شوې مسلمان به خپل جهاد جاری ساتی
دا هوښیارمرغه په دوه لومو کې نخلی ملخک جستی،جستی آخر بزېرې دستی
داسلام ښکلی ځوانان تا قتل عام کړل دغه چارې به هم ستا کپره خوری
عجیبه شام معما ده،غلامی اوس ستا د چا ده د پوتین که د بُشکی،د بلېر که پنډتی
نه پوهېږمه چې څه شوى،نه سره او نه خس شوى نه مردې دتیا شدی- نه زن اُخروی
د روژى میاشت په افغان ملت دوزخ شوه روژه ماتې قتلول وه هم اختر مبارکی
هم په تېښته بریالى نشوې هېواد نه لکه غل چې څوک د بوسو ونیسی
تاسې دوى په ټانک سواره وئ ترکابله اوس هماغې امریکا سره بندی
د دښمن سره چې څوک ملګری کېږی کافران کړې وعدى تل بدلوی
د هېواد نه نور د تېښتې تکل مکړئ چې ځئ ځئ نو ابا زو له به راځی
بې حسابه چېرته تښتئ نامردانو حسابی به ورکوئ پائی پائی
د هر ځایه د قسمت دانې کړئ ټولې خلاص به چرته شئ له چنګه د (غازی)
الٰهی من نمیدانم،به علم خود تو میدانی څوک دې ګدا کړ په، چاله دې ورکړه پاچاهی
د کابل تخت مو ترلاس کړ ښاد پرې نشوئ چې هغه هم مبارک شو د کرزی
ربانی سیافه ولې بهر شوئ پاتې؟ دا دنیا ده ګورئ لوبه سطرنجی
څوک شی مات څوک شی برلاس په دغه لوبه هره لوبه کې یوخواته ماتې خوری
دلته دا متل رښتیا شو که مو یاد وی خوردن ازمغل وجانکندن از پغمانی
منډې ترړې وى یوڅه خداى وکړی بل څه یو ګدا کړی بل ته ورکړی پاچاهی
خېر دى شرم به یې سیاف ته ور امېل کړو هغه وړ دى ودې کار ته واقعی
دا دنیا ده بى وفا تاسو ښه پوه یاست کاغذی اتل مو هم لاړ ډېر ارمانی
منتظر شئ اوس یې بل پړاو ته ګورئ شاید دې کې مو شی ډک کندو خالی
ستاسو قد سره شپږ میاشتې نه جوړېږی خواهش ستاسو وی همېش دور طولانی
اوس د لمر په څېر روښانه شوه دا لوبه څوک به وى چې لمر په ګوتو پټوى
ازلی دښمن ته څنګه په ګونډو شوئ رب مو هېر کړو په ډالر امریکایی
غنیمت شو بدخشی له جېله خلاص شوې په بمبار د امریکې او انګرېزی
پوره نیم ملت مو خپل هوس نه ځار کړو نوره بس به وی همدغومره تباهی
نه پوهېږم آخرت سره مو خیال شته او که نه؟ رب سره خو نه چلېږې دا شیطانه استاذی!
وه نیولې څوالس کاله مو روژه وه ماته کړه مو په مرداره ګندګی
چې خاین شی د اسلام او مسلمان څوک په نصیب به یې وی همدا شرمسازی
نه په مال نه په ناموس یې بندو واز وی خپلې ګټې ته ایمان اسلام پلورئ
ټول هېواد مو کړ تالان په پاى لوچانو بیا کړی پرړئ مجاهد یم او غازی
د اسلام سرمایه ټوله مو برباد کړه فلسطین، چیچن، کشمیر ټول ننګیالی
د کافر لعین په امر مو دا چار وکړى کړی ترسره مو په روبل، او پونډونو انګرېزی
د افغان ملت دا بخت څومره کوټه شو چې هر یو راشی نو خپل ځان بیا ډکوی
که مړښت واى نو به ښه واى مړښت نشته د دوزخ پشان (مزید) نارې وهی
چې پرې راشی نو بیا خړې سترګې ګړځئ بیا هندو مو شی ماما،هندۍ مامی
د ترخو زهرو یو ګوټ ؤ،نوش مو نکړ د ارګ کرسۍ او تخت سلیمانی
چې قدرت مو ترلاس نشو غلی کښېنئ اوس نو مه جوړوئ نوره چالبازی
چرته ګټ کې یو ماشوم جومات پیدا کړئ یو اما شئ بل دې کړی مؤذنی
شپه او ورځ توبې وباسئ کریم رب ته خداى غفار دى که مو وبښی ماضی
که الله کړی چې نور ختم دا قتلان شی خوښ به شی درنه ملت-الله راضی
حاکمان خو د ملت،ملک خادمان وی داسې نه چې به هرڅه په ځان منډی
نو موقع ورکړئ کرزی ته چې څه کړی که نه بیا به وی د ملک،قام بربادی
نو کرزى صاحبه پام کړه خطا نشې که نه نو! ستا په شان کرزی به ډېر ځی او راځی
کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شی د رحمان له قبره تل دا غږ راځی
که دې وکرل اغزی نو په دې پوه شه دا اغزی به همدا ستا په خپو کې ځی
او که نه شو نو په ډانګ پېئلی وایم سیافه! څټ به وی ستا او توره د غازی