سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

یوه رېښتینې ژمنه

لیکوال: صدیق منصور انصاری

ډېره موده تخوا د جیلان په ښار کې، یوه ښځه له خپل زوى؛عبدالقادر سره اوسیده. د عبدالقادر مور له هغه سره ډېره مینه درلوده. هغه یوه دینداره او پوهه ښځه وه، نو غوښتل یې چې زوى یې لوړې اسلامی زده کړې وکړی او یو دینی عالم ترې جوړ شی.

دغه وخت بغداد که له یوې خوا د اسلامی خلافت مرکز و نو له بلې خوا د اسلامی ښوونې او پوهنې مرکز و. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به زده کوونکی د زده کړې لپاره بغداد ته راتلل، چې له سترو عالمانو سره له ناستې ګټه واخلی.

د عبدالقادر مور د خپل زوى د لږ عمر او ورسره د ډېرې مینې سره سره هغه بغداد ته د استولو پریکړه وکړه.

سره له دې چې د عبدالقادر عمر په یواځې ځان د سفر کولو نه ؤ د بغداد لارې هم بې امنه وې. لاره له شوکمارو او ډاکوانو ډکه وه ، نو ځکه به خلکو په کاروانونو کې سفر کاوه. د هغه مور یو کاروان پیدا کړ، چې بغداد ته روان ؤ. د کاروان له مشر سره یې له خبرو اترو وروسته پرېکړه وکړه چې خپل زوى ورسره ولیږی. مور یې څلویښت دیناره د خرڅ لپاره ورکړل.

هغه د شوکمارۍ له خطره خبره وه، نو پېسى یې ورته په بنیان پورې داسې وګنډلې، چې هیچا پېدا کولاى نه شوې.

کله چې د عبدالقادر د تلو وخت راغې مور یې ورته وویل: زویه! یوه وعده راسره وکړه." چې هیڅکله به دروغ نه وایې."

عبدالقادر ورته ډاډ ورکړ؛" زه به دغه ژمنه هېڅکله هېره نه کړم او دروغ به ونه وایم."

مور یې د هغه پر خبرو ډېره خوښه شوه او د خداى پامانۍ پر وخت یې ورته وویل: " خداى دې مل او ساتندوى شه او خداى دې یو ستر عالم او لوى سړى درنه جوړ کړی. "

کاروان ورورو د بغداد په لور روان شو او یو ناڅاپه د شوکمارو د یوې ډلې پرې برید وکړ او کاروانیان یې ټول ولوټل، خو له هلک سره یې هیڅ ونه موندل. شوکمارو هغه ونیو او خپل مشر ته یې بوت.

مشر ورته وویل: " ته بې له پیسو پر داسې سفر څنګه راوتلاى شوې؟ ووایه، چې پیسى د ې څه کړې؟

عبدالقادر ځواب ورکړ: " پیسى راسره دی. څلوېښت دیناره لرم." شوکماران ددې خبرو په اوریدو هک پک شول. یوه یې وویل: " مونږ درسره پیسى پېدا نه کړې. چېرته دی؟ " هغه وویل: " مور مې راته په بنیان کې ګنډلی ځکه یې څوک نشی پېدا کولاى ." د ډاکوانو مشر ترې پوښتنه وکړه : " د بنیان په کومه برخه کې یې ګنډلې دی ؟"

عبدالقادر هغه ځاى وروښود . دې کار مشر ولړزاوه، او بیا یې وویل:" ته ډېر هوښیار هلک ښکارې. هیچا درسره پیسى پیدا نه کړې، نو بیا ځاى دې یې ولې راوښود؟ "

عبدالقادر وویل:" ما باید درښودلې واى؛ ځکه ما له خپلې مور سره ژمنه کړې، چې زه به تل رښتیا وایم. که تاسې ته مې دروغ ویلی واى، نو هغه ژمنه به مې ماته کړې واى.

د شوکمارو مشر د کوچنی هلک په خبرو ولړزېدو . هغه ووویل:" ته له خپلې مور سره پر کړې ژمنې ټینګ ولاړ یې ، خو زه دومره بې پروا مسلمان یم. چې له څښتن تعالى او رسول الله(ص) سره کړیو لوزونو ته غاړه نه ږدم. د خلکو شته لوټم. که ته خپلې مورته دومره رېښتینى ئې، زه خو هم باید ، چې پاک څښتن تعالى ته رېښتینى و او سم."

مشر ډاکو پر خپلو کړو پښیمانه شو، چې په ګناهونو او ناوړه لارو یې ناولى کړى و او عبدالقادر ته یې خپلې پیسې بیرته ورکړې او د کاروان پر نورو خلکو یې هم د هغوى  لوټل شوی مالونه وویشل. څښتن تعالى ته یې توبه وویسته او ژمنه یې وکړه چې بیا به هېڅکله لوټل نه کوی.

د خپل مشر په لیدو د ډلې نورو غړو هم د کاروان له خلکو بخښنه وغوښته، څښتن تعالى ته یې توبه وویسته او ښه مسلمانان شول.

عبدالقادر یو ستر عالم او لوى ولی شو چې خلک یې د شیخ عبدالقادر " جیلانی" په نامه پیژنی

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد