سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

عجیبه شان انسانان

طارق اعظم غازی

قمر (غازی)

عجیبه شان انسانان دنیا کې شته   

                          انسان شکلی شرمخان دنیا کې شته

د ملت وینى تل زبېخی مړښت نشته

ملت کُشه لیډران د نیا کې شته

وایی ستا له غمه وچ لکه سنډا شوم

    سېر نه چې دړۍ سری غداران دنیا کې شته

چې تقریر ته شی نو وایی به همدا دى

                     د قیل قال پهلوانان دنیا کې شته

چا دین دام دى ودنیا وته خور کړى

             دا پلورونکی د قرآن دنیا کې شته

د پردى ترشاه د بل ډول ته نڅېږی

             دا بې دینه ماسک داران دنیا کې شته

   د محراب او د ممبر حرمت یې لوټ کړ

        هسې رنګ جنایتکاران دنیا کې شته

 چې قولونه یې یو څه عمل وی بل څه

               داسې خره بار پرې کُتُب دنیا کښې شته

چې  له رنګه وی خاېسته له زهرو ډک وی

پام کوه داسې ماران دنیا کې شته

تل ناره (هَلٌ مِنٌ مَّزِیٌد) کړی نه مړېږی

           د دوزخ شانتې ګېډوان دنیا کې شته

چې حساب کتاب ته مخ شی بیا یې ګوره

         سپاهی ته سجده زېره،مشرکان دنیا کې شته

  چې اول یې وی یوشان آخر یې بل شی

                داسې پوه،پوه رهبران دنیا کې شته

      مخ یې یو شان څټ یې بل پلیت مردار وی

          دا څو مخی شیطانان دنیا کې شته

چې در وښایی غنم درکړی وربشې

              باخبر! جو فروشان دنیا کې شته

          چې هندو دښمن یهود سره لاس ورکړی

              دا تورزنه سیافان دنیا کې شته

      خپل ملت د وژنې خواست کړی امریکا نه

            روس پلوه ربانیان دنیا کې شته

  دقدرت په حرص ملت او هېواد داو کړی

        دغه رنګ دین فروشان دنیا کې شته

             اوس به ګورو چې دوى څه کړی،الله څه کړی

د (غازی) دا یو ارمان دنیا کې شته

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد