لیکوال: صفی الله وزیری
د شاه ولی الله زوکړه او روزنه
شاه ولی الله دهلوی د هند په ډلی ښار کې د سلطان اورنګزېب په پیر (۱۴م د شوال، ۱۱۱۴هجری سپوږمیز کال) زېږېدلې.
دده روزنه د پوهې او اصلاح په چاپېریال کې شوې. پلار یې (عبدالرحیم) ستر عالم و، نوموړې د امام ابو حنیفه رحمه الله د مذهب د فتواګانو په راټولونه کې ستر رول لوبولې.
شاه ولی الله لومړنۍ زده کړې یې له خپل پلار څخه پیل کړې، او په اووه کلنۍ کې یې د قرآن کریم په یادو زده کړه. بیا یې عربی ژبه زده کړه، د قرآنی علوم، د حدیثو علوم،او فقهی علوم یې د امام ابو حنیفه رحمه الله په مذهب کې د هند له سترو پوهانو څخه ترسره کړې.
او همدارنګه رنځپوهنه، منطق او فلسفه کې یې زده کړې ترسره کړه.
پدې توګه یې د دونیا او دونیادارۍ څخه