سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

ورغورځوونکی غرونه (VOLCANOES)


اورغورځوونکی غرونه (VOLCANOES)




اورغورځوونکی غرونه هم د زلزلو په څېر ناڅاپه چوی او له غارونو څخه یې ډبرین مواد، خاوره، ګرمې اوبه، او ګرمه ویلې شوې ماده چې (لاوا) نومېږی بهر خواته راوځی. دا مواد په دومره زور او توان سره راوځی، چې شاوخوا سیمې له ځان سره خوځوی او د غرونو له چاودلو څخه د زمکې خوځښت منځته راځی.دا مواد په پرله پسې ډول یا په دمه، دمه د غره له خولې او سوریو څخه راوځی. په هو کې له ډېر اوچتېدو څخه وروسته بېرته د زمکې په لور رالوېږی. په عام ډول دا مواد د اورغورځوونکیو غرونو چار چاپېره سیمه رانیسی. په لومړیو وختونو کې به یونانیانو د داسې غرونو لمانځنه کوله، نو لدې مخې یې په ولکانو (volcano) چې د (اور خداى) مانا ورکوی او د دوی پر ولاندې یې سپېڅلتیا لرله، ونوماوه.

د غرونو کار همدا دى، چې د زمکې له تل څخه د هغو ګرمو موادو (لاوا) په راویستو کې مرسته کوی. او دا هغه عمل دى، د کوم په ذریعه چې لاوا او غازونه د زمکې له تل څخه راوځی.


د اورغورځوونکی غره خوله
د اورغورځوونکی غره خولې ته (Crater) وایی چې شکل یې د پیالې په څېر وی. ددې غرونو غارونه یو له بله توپیر لری، ځینې غرونو کې بېخی غارونه ښکاری نه، ځینو کې دا غارونه تنګ او ژور وی. په ځینو اورغورځوونکیو غرونو کې ډېر پراخه وی چې دې ډول غار ته (Caldera Crater) وایی. دا ډول غارونه د هاواى په اورغورځوونکیو ټاپوګانو کې لیدل کېږی. دې ډول غارونو ته که چېرې نظر واچول شی نو ویلی شوی مواد به تر ډېر وړاندې پورې په نظر راشی. داسې غرونو څخه هروخت دوړې او د اور شعلې په پرله پسې ډول راوځی.
په لومړی ځل د زمکې له سطحې څخه د کوم سوری یا درځ څخه دنننی مواد بهر راوځی. دا حالت په لومړۍ پوړ کې د غره شکل نلری. د وخت په تېرېدو سره دا مواد د غار په شاوخوا راټولېدو څخه یو لوړ غوندې غونډۍ جوړېږی، چې په پاى کې د غره شکل غوره کوی. دا غر په خپل منځ کې یو سورې پرېږدی ترڅو د زمکې ګرم مواد (لاوا) د سړښت لپاره د زمکې سرته راوخېژی، چې دا مواد د اورغورځوونکیو موادو په نامه یادېږی.


اورغورځوونکی مواد
اورغورځوونکی مواد په درې ډلو وېشل کېږی:
۱- ویلې شوی مواد (Lava)
۲- کلک مواد (Solid material)
۳- غازونه (Gases)


ویلې شوی مواد (Lava)


د زمکې له دنننۍ برخې څخه ګرم ویلې شوی بهېدونکی موادو ته لاوا وایی. دا مواد د ډېر اهمیت وړ مواد دی. دا لاوا له ویلې شویو ډبرو او ډول، ډول معدنې ډبرو څخه ډکه وی، چې دا لاوا هم بیا په دوه ډوله وېشل کېږی.
۱- تېزابی لاوا (Asid Lawa)
۲- اصلی لاوا (Basic Lawa
نظرات 1 + ارسال نظر

با سلام خدمت شما دوست عزیز
واقعا وبلاگ خیلی قشنگ و پر محتوایی دارید اگر دوست دارید آمار خود را بالا ببرید پس با ما باشید.
بزرگترین لینک باکس هوشمند از شما دعوت به عمل می آورد فقط 1 دقیقه طول میکشد تا لینک شما ثبت شود.
اول کد باکس ما را داخل وبتون قرار می دهید و سپس برای ما لینک ارسال می کنید همان لحظه سیستم به طور هوشمند وبلاگ شما را چک میکند اگه کد باکس داخل وبلاگ شما باشد به صورت اتوماتیک لینک شما در لینک باکس ثبت خواهد شد. البته شما میتوانید به جای لینک با همان شرایط برای ما بنر بفرستید.
نحوه ارسال بنر این است که اول کد باکس را داخل وب خود قرار دهید و بعد به سایت ما مراجعه کنید و از طریق فرم ارسال نظرات که در پایین صفحه سایت است کد را برای ما ارسال کنید تا در اولین فرصت بنر شما در لینک باکس گذاشته شود.
راستی من آماده هرگونه تبادل لینک لوگو بنر با تمامی وبلاگ هام هستم اگه مایل هستید خبرم کنید.
این آدرس تمامی وبلاگ های من است
Tharanombox.orq.ir
Tharanom.sub.ir
Tharanom.mihanblog.com
Tharanom.blogsky.com
Tharanom.blogpars.ir
tharanom@yahoo.com
منتظر شما دوست عزیز هستیم.
علی شکوری اصل

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد