سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

سپېڅلې ارمان

د عثمان منصور انصاری د ادیانو برتلیزه څېړنوو فلسفې او ټولنیزو چارو بلاګ

ا معتصماه !! لقد امتلات بطوننا من اولاد الزنى ...

ژباړن: عادل وطنمل

وا معتصماه !! لقد امتلات بطوننا من اولاد الزنى ....)) نو په پیوند باندی د کلک کولو نه ورسته می د عراق د ابو غریب د جیل نه د یوی مسلمانی جنی لیک تر سترګو شو چې په لوستلو سره ئې الله شاهد دی ډیر زیات خپه شوم او بیا می د یوه ملګری څخه وغوښتل چې دغه لیک پښتو ته هم وژباړی نو الله پاک دی هغه ته خیر ورکړی لیک ئې وژباړو او دادی تاسی ته ئې وړاندی کوم چې ددغه وحشی قوم څخه دفاع کونکی وروڼه و پوهیږی چې د ازادی او ډیموکراسی په نامه زمونږ د مسلمانو خویندو سره څه کیږی.
(((((((((((د غچ اخستونکی او ښه لیدونکی څښتن په نامه
قل هو الله أحد الله الصمد لم یلد ولم یولد ولم یکن له کفواً أحد.
د الله له سپېڅلی کتاب څخه مې دا سورت ځکه غوره کړو چې دا په نفسونو سخت اثر غورزوی او د مومنو زړونو راښکونکى دى.
دالله د لارې مجاهدو وروڼو !
څه ووایم !!؟ او له څه نه درته فریادونه وکړم !!؟ دا درته ووایم چې ګېډې مو د خنزیرانو او پیزوګانو د زامنو د بې شرمه او وحشی تېریو او بد لمنیو له حرامونو (د زنا له بچو) نه ډکې شوې !!؟ او که دا درته ووایم چې تنې مو یې پلیتې، او مخونو ته مو یی لاړې راتو کړلې !!؟ او که د هغو پاکو او له سپین قرآن نه ډکو سینو د څیرلو نه درته وژاړم !!؟ الله اکبر...

آیا ریښتیا هم چې تاسو نه پوهیږئ !!؟ او یا خو دا ومنم چې تاسو به خبر نه یاست !!؟ آخر مونږ ستاسو خویندې یوو او سبا به د الله په وړاندې لدې ټولو ناخوالو پوښتل کېږئ !
د لوى ذات په خدایۍ مې قسم چې داسې شپه به پر مونږ نه تېرېږی چې دا د خنزیرانو او بېزوګانو زامن به په مونږ او زمونږ په نورو پاک لمنو له هیڅ ډول تېری کولو نه صرفه کوی !! او حالاً چې مونږ هغه سترمنې او درنې مېرمنې یوو چې دالله له وېرې مو تر اوسه خپل ستر (بکارت) لا ساتلى وو !!
نو ای مومنو وروڼو !
لږ خو له الله نه ووېرېږئ، راشئ له دوى سره مو یو ځاى مړه کړئ، او یو ځاى مو ختم کړئ، خو دې بې عفتۍ او بې سترۍ ته مو مه ورکوۍ، او نور هغوى دې ته مه پرېږدۍ چې پر مونږ خپلې وحشی او ځناورانه مستۍ او نېشې وکړی !!! نور ددوى د جازونو او ټانګونو په سوچونو کې مه کېږئ او هغه له فکرونو څخه لرې کړئ، راشئ زمونږ حال د ابوغریب له جیله واخلئ !!!
زه (فاطمه) به خپل حال درته ووایم:
په یوه ورځ کې راباندې نهه 9 ځله جنسی تېرى کېږی !!! نه پوهېږئ، او که ویده یاست ؟!! آیا دا به هم څوک د خپلې خور په اړه ومنی؟ آیا څوک به هم دې ته تیار شی چې خپلې خور ته ېې داسې بد لمنی واوړی ؟؟؟ نو زما په هکله ولې ګونګ او چوپ ناست یاست ؟!! زه خو هم ستاسو یوه مسلمانه خور یم ! د دومره ناخوالو او بې سترۍ سره سره بیا هم زما آواز نه اورئ ؟!!
زما سره همدا اوس په زندان کې 13 داسې پېغلی دی چې لا واده شوې ندی، خو هره یوه زمونږ ټولو په وړاندې بربنډېږی او د ټولو په وړاندې ورباندى هغه څه کېږی چې له ویلو یې ماته حیا راځی !! لمونځ کولو ته مو نه پرېږدی، جامې یې رانه ایستلې، آن تر دې چې خپل ستر پټولو ته مو هم نه پرېږدی ! دا هغه څه درته لیکم چې زه یې د سر په سترګو ګورم...
د هغه پېغلې کیسه خو لا څه کوې چې د یوه وحشی عسکر لخوا په هغې د هیڅ ډول جنسی تېری هیله ونه شوه، او یو اندام یې هم پاک پاتې نه شولو (مخ، ورنونه، سینه، او...) چې وروسته یې په ډېره بې رحمۍ وکړوله او له هیڅ ډول ظلم نه یې پرې صرفه ونه کړله، بالآخره هغې پداسې حال کې چې نور څه نه وو ورپاتې ځان له دېوال سره د خپل سر په وهلو وهلو مړ کړ.
زه دا نه وایم چې هغې ښه کار وکړو ځکه ځان وژنه په اسلام کې ناروا عمل دى، خو هغې ته د خپل ستر او عفت د ساتلو بله لاره نه وه پاتې او الله دې پرې ورحمېږی ! او الله دې ورته بښنه وکړی.
نو اې مسلمانو وروڼو بیا بیا درته زارۍ کوم چې !
د الله په خاطر راشئ لدې وحشیانو سره مو یوځاى ووژنئ او لدې بې سترۍ، بې عفتۍ، او ظلم نه مو خلاص کړۍ!!!
وامعتصماه...وامعتصماه...امعتصماه...)))))))))))))))))))
پیوند:
http://www.islammemo.cc/news/one_news.asp?IDNews=52331
د ازاد اسلامی افغانستان په هیله

عادل وطنمل

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد